د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مشر او کابل کې د پاکستان سفیر د بهرنیو چارو وزیر سره کتلي.

0
195

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مشر او کابل کې د پاکستان سفیر د بهرنیو چارو وزیر سره کتلي.

23 اگست چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ د مشر سهیل محمود په مشرۍ پلاوي اور ورسره په کابل کې د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

په پیل کې مولوي متقي وویل: افغانستان او پاکستان دوه وروڼه او ګاونډي هېوادونه دي او ګڼ مشترکات لري، نو ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ رابطه هم پر حسن همجوارۍ او تفاهم ولاړه ده.

 

د نوموړي په وینا، دا چې ځینې ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته زیان رسوي، نو باید د لفظي شخړو او رسنیزو بیانونو پر ځای د دغو ستونزو عوامل پیدا شي.

 

د هغه په خبره، موږ په تېرو دوو کلونو کې د ګڼو لاسته راوړنو په لړ کې له پاکستان سره د تجارتي روابطو په برخه کې هم زیات پرمختګونه لرلي او د افغانستان جغرافیایي موقعیت د دواړو هېوادونو لپاره ګڼ فرصتونه رامنځته کړي چې باید ګټه ترې واخیستل شي.

 

متقي صاحب وویل، د ا.ا.ا. متعهد دی او ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به هېچا ته هم ضرر نه رسیږي. نوموړي همدا راز وویل، چې موږ باید د یو بل پر نېک نیت شک ونه لرو او د هر ډول چیلنجې مواردو مخنیوی وکړو.

 

د پلاوي مشر سهیل محمود په خپلو خبرو کې د ا.ا.ا. د لاسته راوړنو یادونه وکړه او ویې ویل: د اسلامي امارت له راتګ سره د وینې بهېدنې مخنیوی، په هېواد کې سرتاسري امن، د نشه‌یي توکو پر کښت بندیز او کمښت، د اداري فساد له منځه تګ، اقتصادي چارو ته توجه او داسې نور مثبت پرمختګونه د ستایلو دي.

اړوند موضوعات

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت مشرې او سیاسي څانګې مسؤلینو د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي.

 

نوموړي په پاکستان هېواد کې امنیتي پېښو او هلته د امنيتي وضعیت اړوند تشویشونو ته په اشارې سره وویل موږ هیله لرو چې شته ستونزې د تفاهماتو له لارې هوارې شي.

Leave a reply