په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت مشرې او سیاسي څانګې مسؤلینو د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي.

0
85

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت مشرې او سیاسي څانګې مسؤلینو د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي.

19 اګست شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموريت (يوناما) مشرې، آغلې روزا اتونباييفا، او د سياسي څانګې مسؤولينو د بهرنيو چارو له وزير، مولوي امير خان متقي، سره وليدل.

 

په ناستې کې د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو سازمان او غړو هيوادونو تر مينځ د مثبت تعامل پر دوام او ټينګښت، د افغانستان په اړه د راتلونکو نړيوالو ناستو، د مخدره موادو پر وړاندې مبارزې، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له خوا جوړيدونکو راپورونو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

 

آغلې روزا اتونباييفا د مخدره موادو پر وړاندې د ا.ا.ا. مبارزه خورا اغيزناکه او هڅوونکې وبلله او ويې ويل چې پر مخدره موادو د بنديز مؤثريت د بې پرې څيړنيزو بنسټونو د راپورونو او سيټلايټ انځورونو له خوا هم تائيد شوی او دوی هڅه کوي چې له کروندګرو سره د مخدره موادو د بديل معيشت په برخې کې مرستې را جلب کړي.

 

د هغو رسنيزو راپورونو په اړه چې ګواکې له نړيوالو مرستو څخه حکومت ته ګټه رسيږي، د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د بيلابيلو هيوادونو له مرستو څخه په مننې وويل چې د ا.ا.ا. د مرستو د شفاف او خپلواک وېش له پاره مناسب چاپيريال برابر کړی او نه يوازې دا چې له دغو مرستو څخه د مالياتو په بڼه هېڅ ګټه نه تر لاسه کوي، بلکې تر ۶۰۰ زرو زياتو کونډو، يتيمانو، بې وسه او معلوليت لرونکو وګړو سره له حکومتي بودجې څخه مرسته کوي.

 

 

د بهرنيو چارو وزير د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له خوا د بيلابيلو راپورونو په اړه سپارښتنه وکړه چې راپورونه د لهجې او واقعيتونو له پلوه په داسې توګه چمتو کړي چې هم ترې د سمون په موخه ګټه ترې واخيستلی شي او هم نړيوالو ته د افغانستان واقعي انځور وړاندې کړي.

اړوند موضوعات

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره د هیواد د کرکټ ملي لوبډلې مسؤلینو او لوبغاړو کتلي.

په پای کې دواړو لورو په خپلمينځي تعامل کې د لا ښې همغږۍ په پار د دغسې ناستو پر دوام ټینګار وکړ.

Leave a reply