د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره د هیواد د کرکټ ملي لوبډلې مسؤلینو او لوبغاړو کتلي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره د هیواد د کرکټ ملي لوبډلې مسؤلینو او لوبغاړو کتلي.
10 اګست پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ د یاد وزارت له وزیر مولوي امیر خان متقي سره د کرکټ ملي لوبډلې مسؤلینو او لوبغاړو وکتل.
په ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر لوبغاړو ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته خوښي څرګنده کړه چې افغانستان د یوې قوي او ویاړلې کرکټ لوبډلي څښتن دی او ټول لوبغاړي یې د هیواد لپاره ویاړ وبلل.
محترم متقي د کرکټ بورډ مسؤلینو او لوبغاړو ته په خپلو خبرو کې وویل: کرکټ او نور ورزشونه کولای شي چې د سیمې او نړۍ په کچه د ولسونو او نظامونو ترمنځ د مثبتو اړیکو او د نیژدې والي سبب وګرځي، د ښه او سالم صحت لپاره پیغام واوسي.
دغه راز مولوي متقي لوبغاړو ته د توصیې په ډول وویل: په کور دننه او بهر اسلامي او ملي ګټو ته ژمنیتا او د خپلي ادارې ښه اطاعت ستاسو د کامیابي راز دی، تاسو مثبت ذهنیتونه وړاندي کړئ او په عمل کې مو خپله دینداري، اسلامي اخلاق او هیودانۍ مینه تمثیل کړئ.
دغه راز په ناسته کې د کرکټ بورډ سرپرست ښاغلي میرویس اشرف او د لوبډلي کپتان ښاغلي حشمت الله شهیدي د ټولو لوبغاړو په مشرۍ د بهرنیو چارو له وزیر څخه مننه وکړه چې همېشه یې لوبغاړي تشویق کړي او د کرکټ بورډ له ادارې سره یې خپله همکاري جاري ساتلې، همدارنګه ښاغلي اشرف د بهرنیو چارو له وزیر سره د لوبغاړو ځینې غوښتنې او اړتیاوې هم شریکې کړې چې د متقي صاحب له لوري د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د ناستې په وروستۍ برخه کې ټولو لوبغاړو په خپل وار سره له اسلامي امارت څخه مننه وکړه چې د کرکټ بورډ مالي ملاتړ او د لوبغاړو وړتیاوو ته یې جدي توجه کړې ده، هغوی خوښي څرګنده کړه چې نوي افغان حکومت تر دې مهاله د کرکټ په ملي لوبډله کې هیڅ ډول شخصي غوښتنې او مداخلې ندي ترسره کړې، بلکې د مسؤلنیو له لوري همېشه د شفافیت، یووالي او ملي ګټو په نظر کې نیولو سره ورته توصیې شوې دي.
اړوند موضوعات
د افغانستان لپاره د پاکستان هیواد ځانګړي استازي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي.
د ناستې په پای کي سرپرست وزیر متقي په بهرنیو لیګونو کې د بوختو افغان کرکټ لوبغاړو لپاره د بریا او سلامتیا هیلې وړاندي او دعاء یې وکړه چې الله تعالی دې افغان لوبډله په هر میدان کې د اسلام، هیواد او اسلامي نظام د ځلا او پر مختګ سبب وګرځوي.






