پاکستان په لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته په ستر توپیر ماتې ورکړه.

پاکستان په لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته په ستر توپیر ماتې ورکړه.

22 اګست سه شنبه 2023

د پاکستان او افغانستان تر مینځ د درې یوه ورځنیو لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې پاکستان لوبډلې افغانستان ته د ۱۴۲ منډو په ستر توپير سره ماتې ورکړه.

 

د لوبې پچه پاکستاني لوبډلمشر بابراعظم وګټله او د لومړۍ توپوهنې پرېکړه یې وکړه. د پاکستان پیل ښه نه و، خو وروستیو لوبغاړو یې هدف ۲۰۲ منډو ته ورساوه.

 

د پاکستان ټوله لوبډله په ۴۷.۱ اورونو کې ۲۰۱ منډو باندې وسوځېده، چې امام الحق تر ټولو ډيرې ۶۱ منډې وکړې. له هغه پرته شاداب خان ۳۹ او افتخار احمد ۳۰ زیاتې منډې وکړې.

 

د افغانستان لپاره مجیب ځدراڼ ۳، راشد او نبي ۲،۲ ویکټې واخیستې.

 

د ورکړل شوي هدف په ځواب کې افغان لوبډله په ۱۹.۲ اورونو کې پر ۵۹ منډو وسوځېدله او لوبه یې په ۱۴۲ منډو وبایلله.

 

په افغان لوبغاړو کې ابراهیم، رحمت، حشمت او راشد په صفر، صفر وسوځېدل او یوازې دوه لوبغاړي وتوانېدل چې ۱۰ څخه زیاتې منډې وکړي. رحمان الله ګربز ۱۸ ډيرې کرارې او عظمت الله عمرزي ۱۶ د پام وړ منډې وکړې.

 

د پاکستان لپاره حارث روف د ۱۸ منډو په ځواب کې ۵ ویکټې واخیستې، له هغه پرته شاهین شاه افریدي ۲ او نسیم شاه او شاداب خان ۱،۱ ویکټه واخیسته.

اړوند موضوعات

لوبه: سریلنکا کرکټ لوبډلې افغانستان ته د سختې مقابلې وروسته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې غوره لوبغاړی حارث روف ونومول شو او یاده دې وي چې د درې یو ورځنیو لوبلړۍ بله لوبه دوه ورځې وروسته ترسره شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载