لوبه: سریلنکا کرکټ لوبډلې افغانستان ته د سختې مقابلې وروسته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه.

0
121

لوبه: سریلنکا کرکټ لوبډلې افغانستان ته د سختې مقابلې وروسته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه.

1 دسمبر 2022

د افغانستان کرکټ لوبډلې سریلنکا ته د کرکټ لوبې د سفر په ترڅ کې تیره ورځ دریمه یوه ورځینۍ لوبه کې ماته وخوړه.

د سریلنکا او افغانستان درې یو ورځینۍ لوبو په دریمه لوبه کې افغانستان د لوبې پچه وګټله او د توپ وهنې پریکړه یې وکړه او د سریلنکا لوبډلې ته یې د پنځوسو اورونو کې د ۳۱۳ هدف وټاکلو.

د افغانستان لوبډلې توپ وهنې پیل که څه هم خراب و، خو وروسته ابراهیم ځدران او نجیب الله په څلورمه ویکټه د ۱۴۴ منډو په شراکت سره منډې مخته بوتلې او څلورمه ویکټه د ۲۱۱ منډو په کولو وسوځیده.

ابراهیم ځدران ۱۶۲ منډې او نجیب الله ۷۷ منډې جوړې، چې په مټ یې سریلنکا لوبډلې ته د ۳۱۳ منډو هدف وټاکلو او اته لوبغاړي یې وسوځیدل.

د سریلنکا له طرفه کاسون راجیدا ۳ او هرسنګا دوه لوبغاړي وسوځول.

ورپسې د سریلنکا لوبډلې د توپ وهنې ښه پیل وکړو چې لومړی لوبغاړی مینډس یې د ۶۷ منډو په کولو سره وسوځولو او وروسته بیا اسلنکا او شنانکه هم غوره لوبه ترسره کړه، چې اسلنکا ناسوځیدلې ۸۳ او د شپږیزې په وهلو سره یې لوبې کې بریا ترلاسه کړه.

سریلنکا د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ټاکلی هدف د وروستي اوور په څلورم توپ ترلاسه کړو.

اړوند موضوعات

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ دریمه لوبه به نن چهارشنبه ترسره شي

د افغانستان له طرفه راشد خان غوره توپ اچونه ترسره کړه او خپلو ۱۰ اورونو کې یې ۳۷ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

Leave a reply