د اوبو او انرژي وزارت او د اس ک ام هواسلیک انونیوم شرکت سره د دوه اړخیزې همکاري هوکړه لاسلیک کړې.
د اوبو او انرژي وزارت او د اس ک ام هواسلیک انونیوم شرکت سره د دوه اړخیزې همکاري هوکړه لاسلیک کړې.
22 اګست سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د اس ک ام هواسلیک انونیوم شرکت د مدیره پلاوي له رئيس دوکتور عباس رسول زاده فرساد سره له بېلابېلو سرچینو څخه د برېښنا د تولید ، لېږد او وېش په برخه کې د پانګونې په موخه د دوه اړخیزې همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړې هوکړه لیک د لاسلیکولو پر مهال په افغانستان کې د اوبو او انرژي پروژو په برخه کې د نوموړي شرکت د پانګونې له لېوالتیا څخه د هر کلي ترڅنګ، هغوی ته د پانګونې لپاره د زمینې د چمتوکولو په برخه کې د دغه وزارت د همکاریو په هکله ډاډ ورکړ.
اړوند موضوعات
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د ترکیې هیواد د مؤسیات سوداګرو له ټولنې له استازو سره کتلي.
په ورته مهال، د نوموړي شرکت مسؤلینو هم د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د بېلابېلو پروژو په ځانګړې توګه د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې د پانګونې لپاره چمتووالی څرګند کړ.