د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د ترکیې هیواد د مؤسیات سوداګرو له ټولنې له استازو سره کتلي.

0
133

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د ترکیې هیواد د مؤسیات سوداګرو له ټولنې له استازو سره کتلي.

19 جولاي چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، په افغانستان کې د ترکیې هېواد د مؤسیات سوداګرو د ټولنې له استازي فاتح چایه باتمز او د یادې ټولنې له غړي عمر ایلدریم سره وکتل.

 

په یاده لیدنه کې د اوبو، ګازو او ډبرو سکرو څخه د برېښنا انرژي د تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

 

په یاده کتنه کې، د نوموړې ټولنې استازي د اوبو، ګازو او ډبرو سکرو څخه د برېښنا انرژي د تولید په پروژو کې د پانګونې لیوالتیا څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د اوبو او انرژۍ وزارت له رهبري څخه د همکاري غوښتنه وکړه.

 

په عین حال کې، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر په افغانستان کې د ترکي پانګه والو د رغنده کارکردګیو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د اوبو او انرژۍ وزارت رهبري مقام د برېښنا انرژي د تولید په برخه کې د پانګونې د زمینې په برابرولو کې هر ډول همکاري ته چمتو دی.

اړوند موضوعات

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د لوګر ولایت د محمد آغی ولسوالۍ له مشرانو سره د بریښنا د ستونزو د حل په موخه کتلي.

 

 

د یادې کتنې په پای کې هوکړه وشوه، چې د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه دې د پروژو د تخنیکي موضوعاتو په هکله د بحث او خبرو اترو په موخه لیدنې ترسره کړي.

Leave a reply