د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ۲۰۵ البدر قول اردو له څلورمې لوا او هلته میشتو مجاهدینو سره کتلي.

0
78

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ۲۰۵ البدر قول اردو له څلورمې لوا او هلته میشتو مجاهدینو سره کتلي.

22 اګست سه شنبه 2023

د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین “حقاني” ارزګان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۵ البدر قول اردو له څلورمې رواحه لوا او د هغه ځای د کنډک له قوماندانانو سره ولیدل.

 

په دغه لیدنه کې خلیفه سراج الدین “حقاني” د دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه د قدردانۍ ترڅنګ زیاته کړه موږ د موقف لپاره قرباني نه ده ورکړې بلکې زموږ هدف د اسلامي ارشاداتو د ساتنې او په هیواد کې د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره قرباني ورکړې ده.

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني ارزګان ولایت کې د سوداګرو، ډاکټرانو او د پوهنتون استادانو سره کتلي.

 

 

سرپرست وزیر چې د یاد ولایت والي مولوي احمدعلي جان یې هم ملتیا کوله مجاهدینو ته زیاته کړه: تاسو له ناوړه فکرونو څخه چې د اسلامي نظام د نابودۍ سبب ګرځي پرهیز وکړئ او له صبر او زغم څخه کار واخلئ.

Leave a reply