د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال چین یونان ولایت کې جوړ شوي د وارداتو او صادراتو نندارتون کې په انلاین بڼه ګډون ترسره کړ.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال چین یونان ولایت کې جوړ شوي د وارداتو او صادراتو نندارتون کې په انلاین بڼه ګډون ترسره کړ.
19 اګست شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رييس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د چین د یونان ولایت په کیومینګ ښار کې د چين-جنوبي اسيا اووم او د چين د کیونمينګ د وارداتو او صادراتو ۲۷ نندارتون او د چين او جنوبي اسيا د همکارۍ څلورم فورم کې په انلاین بڼه ګډون او وینا ترسره کړه.
نوموړي په خپله وینا کې د امارت پالیسي اقتصاد محوره بللې او زیاته کړې يې ده چې داسې نندارتونونه د سیمې هېوادونه له یوه بل سره نږدې کوي او امارت د چین د لارې او کمربند د نوښت ترڅنګ په ټولو برخو کې په هر اړخیزو همکاریو باور لري او چمتو دی چې بهرنۍ پانګونې ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه ويلي چې له افغانستانه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ګواښ نشته او امارت ښه ګاونډیتوب، متقابل درناوي او د نورو هیوادونو په داخلي چارو کې په نه مداخلې پوره باور لري.
اړوند موضوعات
په کابل کې میشت د ترکیې هیواد سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره لیدلي.
په یاد نندارتون کې په چین کې د افغانستان د لوی سفارت سرپرست سید محي الدین سادات هم حضور درلود.