په چین کې د افغانستان لوی سفارت سرپرست د یاد هیواد یونان ولایت کې په جوړ شوي د وارداتو او صادراتو په نندارتون کې ګډون ترسره کړی.

0
93

په چین کې د افغانستان لوی سفارت سرپرست د یاد هیواد یونان ولایت کې په جوړ شوي د وارداتو او صادراتو په نندارتون کې ګډون ترسره کړی.

19 اګست شنبه 2023

 

په چین کې د ا.ا.ا د لوی سفارت سرپرست سید محی الدین سادات د چین د یونان ولایت په کیومینګ ښار کې د چين-جنوبي اسيا اووم او د چين د کیونمينګ د وارداتو او صادراتو ۲۷ نندارتون، د چين او جنوبي اسيا د همکارۍ څلورم فورم او د یونان ولایت د والي په رسمي میلمستیا کې ګډون وکړ.

 

د یاد نندارتون په پرانست غونډه کې د ګڼو هیوادونو وزیرانو، سفیرانو او لوړپوړو ديپلوماتانو ګډون کړی و، او د ا.ا.ا د ریاست الوزاراء د سیاسي معاون مولوي عبد الکبیر په شمول د یو شمیر هیوادونو د ولسمشرانو معاونینو او یا لومړي وزیرانو ته هم بلنه ورکړل شوې وه چې په حضوري یا آنلاین توګه پرانست غونډه کې ګډون وکړي.

 

یادې غونډې ته سرپرست سفیر وینا وکړه او نوموړي په تیرو دوو کلونو کې د یوه او بل په داخلي چارو کې نه مداخلت، د فعالو دیپلوماتیکو اړیکو ساتل، د افغانستان د کنګل شوي زیرمو د ازادولو اړوند د چینايي لوري هڅې، آمو دریا حوزه کې د تیلو په استخراج عملي کار شروع کیدل، په ۹۸ فیصده افغاني محصولاتو د تعرفې کچه صفر ته ټیټیدل، افغاني تجارانو ته د چین په مختلفو نندارتونونو کې د افغاني محصولاتو نندارې ته وړاندې کولو لپاره زمینه برابرول.

 

او همدا راز د دواړو خواوو لخوا تجارانو ته د ویزو د صادرولو پروسه بیرته شروع کیدل، کابل او بیا چین ته د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو رسمي سفرونه، د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه غونډه او مثبتې پایلې یې او داسې نور د عملي همکاریو او ګډ پرمختګ مثالونه یاد کړل.

اړوند موضوعات

په چین کې د اسلامي امارت لوی سفارت سرپرست سفیر د چین د خلکو بهرنیو چارو وزارت خاص استازي سره کتلي.

نوموړي د سیمې له هیوادونو سره په ځانګړي توګه له چین سره د عملي همکارۍ او ګډ پرمختګ لپاره په نور ډیر کار ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې اوس افغانستان کې د لویو اقتصادي پروژو د پلي کولو لپاره ښه زمینه برابره شوې، او دمنطقوي اتصال او ترانزیت لپاره افغانستان ډیر ښه ستراتیژیک جغرافیوي موقعیت لري.

Leave a reply