په چین کې د اسلامي امارت لوی سفارت سرپرست سفیر د چین د خلکو بهرنیو چارو وزارت خاص استازي سره کتلي.

0
240

په چین کې د اسلامي امارت لوی سفارت سرپرست سفیر د چین د خلکو بهرنیو چارو وزارت خاص استازي سره کتلي.

28 اپریل جمعه 2023

په چین کې د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد سفارت سرپرست سید محی الدین سادات د پنجشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د چین د خلکو د جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له خاص استازي ډاکټر یوشیایونګ سره وکتل.

 

په لیدنه کې د افغانستان په هکله په سیمه ایزو او نړیوالو دایریدونکو غونډو او ‏د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ په درې اړخیزو ناستو او نورو اړوندو مسائلو باندې مفصلې خبرې وشوې.

 

همدا راز د سفارت سرپرست د مخدره موادو په کښت او قاچاق بندیز، د معتادینو درملنه، د هیواد په ګوټ ګوټ کې امنیت، په صادراتو او وارداتو کې زیاتوالی، د پولي واحد ثبات، له ګاونډیانو سره ‏ښې اړیکې، ترانزیتي اسانتیاوې او داسې نور د امارت د تیرو څه کم دوو کلونو لاسته راوړنې وبللې او یادونه یې وکړه چې د دواړو لوریو ترمنځ په مختلفو برخو کې د همکارۍ لپاره ښه فرصتونه برابر شوي.

 

ځانګړي استازي یوشیا هم یادونه وکړه چې افغانستان اوس یو ازاد او مستقل هیواد دی ‏او پیاوړی نظام لري او د سیمې هیوادونو سره په ځانګړي توګه له چین سره په مختلفو برخو کې د همکارۍ زمینه برابره شوې. نوموړي زیاته کړه چې باید له لاسته راغلي فرصتونو څخه استفاده وکړو او پرینږدو چې دغه فرصتونه ضایع شي.

اړوند موضوعات

چین کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر په بیجینګ کې د میشتو افغان محصلینو سره کتلي.

 

‏دواړو لوریو له یوه بل او د سیمې له هیوادونو سره په حسنه روابطو، ښه ګاونډیتوب او اقتصادي راکړه ورکړې باندې ټينګار وکړ.

Leave a reply