د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د ترکیې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې کړي.

0
176

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د ترکیې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې کړي.

15 اګست سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ترکیې بهرنیو چارو وزیر ښاغلي هاکان فیدان سره وکتل.

 

په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو مناسباتو، سوداګرۍ، سیمه‌ییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په باب بحث او خبرې وکړې.

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، افغانستان او ترکیه دوه دوست او د اوږدو تاریخي اړیکو درلودونکي هېوادونه دي او باید له یو بل سره ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري.

 

ملا عبدالغني برادر اخوند په دې لیدنه کې له ترکیې سره د سوداګریزو اړیکو پر پراخوالي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ګډې خونو پر جوړېدو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوایي دهلېز پر پرانیستلو، د ترکي پانګوالو له لوري په افغانستان کې د پانګونې پر زیاتوالي او افغانانو ته د وېزو په ورکړه کې د لازمو آسانتیاوو په برابرولو هر اړخیزې خبرې وکړې.

 

همدارنګه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د ترکیې له هېواد څخه غوښتنه وکړه چې په دې هېواد کې له مېشتو افغان مهاجرینو سره ښه سلوک وکړي.

اړوند موضوعات

ملابرادر اخند: د یو هېواد د پرمختګ لپاره امنیت تر ټولو مهم دی، چې اوس موږ ټول ترینه برخمن یو.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر ښاغلي هاکان فیدان د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او په افغانستان کې د ترکي پانګوالو له لوري د پانګونې د هڅونې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې اړه به اړوندې ادارې په ګډه سره کار وکړي.

Leave a reply