د افغاني سرې میاشتې مرستیال دوحه کې میشت د افغانستان لپاره د بریتانیا سفیر سره کتلي.

0
177

د افغاني سرې میاشتې مرستیال دوحه کې میشت د افغانستان لپاره د بریتانیا سفیر سره کتلي.

7 اګست دوشنبه 2023

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې مرستیال ملا نورالدین ترابي او مل پلاوي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیا له سفیر رابرټ ډیکسن او مل پلاوي سره ناسته ترسره کړه.

 

ناسته کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي له افغانستان سره د بریتانیا د هېواد د وروستیو بشري مرستو مننه وکړه او د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو او د رواني ناروغانو د درملنې او له پېښځلو سره د بشري مرستو برخو کې یې له افغاني سرې میاشتې سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

اړوند موضوعات

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال قطر هیواد ته د بشري مرستو د جلب په موخه سفر ترسره کړی.

 

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفیر رابرټ ډیکسن له افغاني سرې میاشتې سره د هر اړخیزه همکاري ژمنه وکړي.

Leave a reply