د رياست الوزراء اداري مرستيال د غزني ولايت امنيه قوماندان سره د یاد ولایت د امنیتي وضعیت په اړه خبرې اترې کړي.

0
91

د رياست الوزراء اداري مرستيال د غزني ولايت امنيه قوماندان سره د یاد ولایت د امنیتي وضعیت په اړه خبرې اترې کړي.

7 اګست دوشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د غزني ولايت امنيه قوماندان مخدوم محمد عالم رباني سره وکتل.

 

په پيل کې، مخدوم محمد عالم رباني د دې ولايت د ټولنيز او امنيتي وضعيت په اړه د رياست الوزرا عالي مقام ته معلومات ورکړل.

 

د غزني امنيه قوماندان زياته کړه، د مجاهدينو په همت او د خلکو په همکارۍ په دې ولايت کې امنیت ټینګ دی او بيا هم امنيتي مسوولين د بشپړ امنيت ټينګښت لپاره شپه او ورځ خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

 

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د غزني ولايت امنيه قوماندان ته د ښه راغلاست ترڅنګ په غزني ولايت کې د امنيت ټينګښت لپاره د نوموړي او اسلامي امارت مجاهدینو هڅې وستايلې.

 

د رياست الوزرا اداري مرستيال د امنیت موجوديت د فردي او ټولنيزو فعاليتونو ترسره کولو لپاره اساسي شرط وباله او زياته يې کړه، امنيتي ارګانونه توانېدلي په ښه ډول ټولنه کې ارامي او هوساينه تامين کړي او په ټولنه کې د امنيت او نظم ټينګښت لپاره يې د امنيتي ارګانونو د زيار او هڅو مننه وکړه.

اړوند موضوعات

د رياست الوزرا اداري مرستيال د فارياب ولايت د پوهنتون رئيس سره کتلي.

 

نوموړي وويل: د ټولو خلکو د امنیت تامين د امنیتي ځواکونو دنده ده، چې په دې برخه کې به له هېڅ راز هڅو درېغ ونه کړي.

Leave a reply