د رياست الوزرا اداري مرستيال د فارياب ولايت د پوهنتون رئيس سره کتلي.

0
206

د رياست الوزرا اداري مرستيال د فارياب ولايت د پوهنتون رئيس سره کتلي.

7 اګست دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن د فارياب ولايت د پوهنتون رئيس مولوي محمد محق سره وکتل.

 

په دې کتنه کې، د فارياب ولايت د پوهنتون رئيس مولوي محمد محق د پوهنتون د وضعيت، د تدريسي بهير او د ياد پوهنتون د علمي او څيړنيزو ظرفيتونو په اړه د رياست الوزرا اداري مرستيال ته بشپړ جزيات ورکړل.

 

نوموړي لوړو زده کړو او د پوهنتونونو او تحصيلي مرکزونو د علمي او څيړنيزو ظرفيتونو پراختيا ته د افغانستان اسلامي امارت د پاملرنې مننه وکړه.

مولوي محمد محق زياته کړه، د فارياب ولايت د پوهنتون رهبري هم د پوهنتون د علمي کادرونو د ظرفيت لوړولو بهير لپاره برنامې تر لاس لاندې لري.

اړوند موضوعات

د رياست الوزرا اداري مرستيال د فارياب ولايت يو شمېر نابينا حافظانو او د ديني مدرسو استادانو سره کتلي.

 

وروسته، د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي له مولوي محمد محق سره په کتنې خوښي وښوده، د فارياب ولايت د پوهنتون رهبري او استادانو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې يې وستايلې او د ځوانانو د سالمې روزنې لپاره يې د دې پوهنتون له مسؤولینو او استادانو د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

Leave a reply