سرحدونو او قومونو وزارت سرپرست وزیر: هیڅ چاته اجازه نه ورکوو چې زموږ یووالی له منځه یوسي.

سرحدونو او قومونو وزارت سرپرست وزیر: هیڅ چاته اجازه نه ورکوو چې زموږ یووالی له منځه یوسي.
6 اکست یکشنبه 2023
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد وزارت د میدان وردګو ولایت د قومونو له مخورو سره د همغږۍ او د هغوی ستونزو اورېدلو په موخه یوه پراخه ولسي ناسته ترسره کړه.
په دغه ناسته کې د یاد وزارت سرپرست وزیر، د جرګو او قبایلي چارو د همغږي معین، مسلکي معین، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس، مل پلاوي، د میدان وردګو مرستیال والي، ولايتي مسؤلینو، د مرکز او ولسوالیو څخه راغلیو قومي مشرانو، علماء کرامو او ځوانانو ګډون کړی وو.
په پیل کې مرستیال والي حافظ سیدالرحمن راغلي پلاوي او قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې د یاد ولایت ټول قومونه د یووالي او امن په ټغر راټول دي او د خلکو ستونزو ته رسېدنه خپله دنده بولي.
ورپسې د علماوو او قومي مشرانو په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې د ولسونو تر منځ اتحاد، سرتاسري امنیت او قومي شخړو هواري په برخه کې د اسلامي امارت هڅې یې بې سارې یاد کړل او ویې ویل: د امن له برکته د هر چا مال، ځان، عزت او ابرو خوندي دي او ټول قومونه د ورورولۍ په فضاء کې ژوند کوي.
د دوی له جملې یوه تن شعیه مشر وویل: موږ له موجوده حکومت څخه ملاتړ کوو، ورڅخه خوښ یو او د اسلامي نظام راتګ زموږ لپاره یو افتخار دی.
دوی ټولو له پلاوي څخه د سنګلاخ او چک بندونو رغولو، ۲۰۰ بستریز روغتون د کارونو پیلولو، محرومو سیمو او نورو پراختیایي کارونو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.
په پای د یاد وزارت سرپرست ښاغلي نوري د اشغال پر وړاندې د یاد ولایت قربانۍ بې ساري وبللې او د اسلامي نظام قائمېدل یې د دوی د سرښندنو برکت یاد کړ. هغه وویل: د افغانستان ټول قومونه او ملیتونه د دې هیواد سرمایه ده او موږ هیڅ چا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ یووالی له منځه یوسي.
اړوند موضوعات
سرحدونو او قومونو وزارت لوګر ولایت کې د قومونو د یووالي او د ولس د ستونزو اورېدلو غونډه ترسره کړی.
ښاغلي نوري د دوی د ستونزو اړوند ډاډ ورکړ چې د بند اړوند پروژې یې منظورې شوې دي او نورو ستونزو ته به یې هم جدي توجه کیږي.






