سرحدونو او قومونو وزارت لوګر ولایت کې د قومونو د یووالي او د ولس د ستونزو اورېدلو غونډه ترسره کړی.
سرحدونو او قومونو وزارت لوګر ولایت کې د قومونو د یووالي او د ولس د ستونزو اورېدلو غونډه ترسره کړی.
4 اګست جمعه 2023
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت یوه لوړ پورې پلاوي د لوګر ولایت په مرکز پل عالم کې له قومونو سره د یووالي، همغږۍ او د دوی ستونزو ته د رسېدنې په موخه یوه لویه ولسي غونډه جوړه کړه.
په دغه غونډه کې د یاد وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد، د سرحدونو د پلتنې معین مولوي محمد اسماعیل غزنوي، مل پلاوي، د یاد ولایت مرستیال والي، د اداراتو مسؤلینو، له مرکز او ولسوالیو څخه سلګونه راغلیو قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
په پیل کې د قومي مشرانو په مشرۍ د حکومت د ملاتړ او یووالي په موخه څو تنو خبرې وکړې ویې ویل: که چیرته حکومت او ولس سره یو موټی شي د نړۍ هیڅ ځواک به افغانستان ته ضرر ونه رسوي.
اړوند موضوعات
سرحدونو او قومونو وزارت وایي: په زابل کې د دوو قومونو تر منځ ۲۵ کلنه شخړه په دوستي بدله شوه.
دوی همدا راز وویل: اوس هغه وخت رارسېدلی چې مشران زموږ خبرې اوري او ستونزې مو هواروي، نو موږ ته په کار ده چې ددې حکومت ملاتړ وکړو او اوږه په اوږه یې ترڅنګ ودرېږو. یادو مشرانو له مسؤلینو څخه د تعلیم، کرنې، زراعت او بیا رغونې په برخه کې د پانګوونې او پاملرنې غوښتنه وکړه.