سرحدونو او قومونو وزارت وایي: په زابل کې د دوو قومونو تر منځ ۲۵ کلنه شخړه په دوستي بدله شوه.

0
150

سرحدونو او قومونو وزارت وایي: په زابل کې د دوو قومونو تر منځ ۲۵ کلنه شخړه په دوستي بدله شوه.

4 اګست جمعه 2023

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکو پر سر را منځته شوې شخړه د زابل ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او قومي سپین ږیرو په همغږي او هلو ځلو حل او په دوستي بدله شوه.

 

یاده شخړه چې له شاوخوا ۲۵ کلونو راهیسې یې جریان درلود او له کبله یې یو تن وژل شوی و نن د یوې ناستې په ترڅ کې حل شوه.

 

په یادو مراسمو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي محمد کریم سحر اخندزاده، د ولایت مقام، د علماوو شورا استناف محکمې مسؤلینو او د دواړو لوریو قومي مشرانو حضور درلود.

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس د اسلام د مبارک دین په رڼا کې د سولې په ارزښت او دښمنيو پر بدو عواقبو خبرې وکړې او له سلا مشورو کولو وروسته یې د مرکې له سپین ږیرو سره په ګډه د دوی تر منځ پرېکړه وکړه چې دواړه لوري یې په منلو راضي شول او یو بل ته په خوښي غاړه غړۍ شول.

اړوند موضوعات

سرحدونو وزارت کابل ولایت کې د قومونو د یووالي او همغږۍ ستره ولسي غونډه ترسره کړی.

 

د یادونې وړ ده چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هیواد په ټولو ولایاتو کې د قومونو تر منځ د شخړو په حل کې خپل چټک ګامونه اخلي او د منازعاتو د حل د کمیسیون له لاري د خلکو لویې شخړې د دودیزو جرګو او مرکو له لارې حل کوي.

Leave a reply