امنیتي پولیسو پلازمینه کابل او نورو ولایتونو کې ۲۶ تنه د غلا، قتل او نورو جرمونو په تړاو نیولي.

0
67

امنیتي پولیسو پلازمینه کابل او نورو ولایتونو کې ۲۶ تنه د غلا، قتل او نورو جرمونو په تړاو نیولي.

6 اګست یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۲۶ کسان د غلا، قتل، دوکې، ځورونو، اخلاقي فساد، ناچله پيسو او ناسمه ګټه اخیستو په تړاو په وروسیو ۲۴ ساعتونو کې په پلازمینه کابل، تخار، غزني، هرات، سرپل او کاپيسا ولایتونو کې نیولي.

 

له دوی، د تخار پولیسو دوه تنه د ځورونو، یو غل او دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو، غزني کې درې تنه د اخلاقي فساد او دوه تنه د مجاهد له نوم د استفادي په تړاو، هرات کې درې تنه د اخلاقي فساد او غلا په تړاو، دوه غله په کاپیسا، سرپل کې یو تن د سل زره افغانیو او د یو مبایل د غلا په تړاو او په همدې ولایت کې یو تن د قتل په تړاو نیول شوی دی.

اړوند موضوعات

امنیتي پولیسو ۲۹ تنه د غلا، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تړاو د هیواد په ۹ ولایتونو کې نیولي.

 

همدا راز د کابل ښار د اوومې حوزې پولیسو یوه ډله مشهور غله، چې څلور سړي او پينځه یې ښځې دي نیولي دي. یاده ډله غله نن هغه مهال ونیول شول، چې له یو هیوادوال یې موټر غلا کړی وو.

Leave a reply