د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د کابل شهرنو پارک د بیارغیدو چارو پیل مراسمو کې ګډون ترسره کړ.

0
80

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د کابل شهرنو پارک د بیارغیدو چارو پیل مراسمو کې ګډون ترسره کړ.

6 اګست یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن یکشنبه د روان لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۵مه نېټه د کابل شهرنو پارک د بیارغېدو چارو د پيل پرانیسته وکړه.

 

شهرنو پارک ۹.۹ هکټاره مساحت لري چې د خصوصي سکټور له لوري د شاوخوا ۱.۲ میلیارده افغانیو پانګونې سره د ۳ کلونو په موده کې په اساسي ډول رغول کېږي.

 

د شهرنو پارک د بیارغونې په پلان کې تر ځمکه لاندې سوداګریز مرکز، د پارک په څنډه کې سوداګریز کمپلکس، د ښځینه‌وو لپاره ځانګړی سوداګریز مرکز، د فوټسال لوبغالی، تفریحي ځایونه، رسټورانټونه، مسجد، د لامبو حوض او د موټرو لپاره پارکېنګ په نظر کې نیول شوي.

اړوند موضوعات

د اقتصادي مرستیال او نورو مسؤلینو په لاس د سالنګونو د لویې لارې رغنیزې چارې نن ورځ پیل شوی.

 

 

خبر زیاتوي چې د یاد پارک د جوړېدو پر مهال به سلګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

Leave a reply