د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د نړیوالو همکاري لپاره د قطر دولت وزیرې سره کتلي.

0
160

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د نړیوالو همکاري لپاره د قطر دولت وزیرې سره کتلي.

4 اګست جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزير مولوي امیر خان متقي د نړیوالو همکاري لپاره د قطر د دولت وزیرې آغلې لولوة الخاطر سره وکتل.

یاده لیدنه کې سرپرست وزیر ښاغلي متقي د قطر هیواد له کوربتوب څخه د مننې تر څنګ وویل چې قطر هیواد تل له افغانستان سره د دوستانه اړیکو پراختیا ته لومړیتوب ورکړی.

 

ښاغلي متقي نوموړې ته د افغانستان د تازه وضعیت په تړاو مفصل معلومات وړاندې کړل او هغوی یې وهڅول چې په افغانستان کې د سوري زړونو ماشومانو تداوي، د زراعت په برخه کې د اصلاح شویو تخمونو، دیپلوماتانو او لوبغاړو ته د روزنیزو زده کړو او د لوبو لپاره د لوبغالو په جوړولو کې مرسته وکړي.

 

ورپسې آغلې لولوة الخاطر د متقي له راتګ نه مننه وکړه، او زیاته یې کړه چې موږ له افغانستان سره اړیکو ته د قدر په سترګه ګورو، په دې وروستیو کې افغانستان ته د قطر هیواد رئیس الوزراء سفر ددې اړیکو د پراختيا ښه ثبوت دی.

 

 

آغلې لولوة وویل: له نېکه مرغه قطر الخیرية موسسې افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې د مرستو په رسولو کې فعالیت پيل کړی او له افغانستان سره په یادو سکتورونو کې لکه روغتیا، زده کړو، کرنې، بدني روزنې او داسې نور بېلابېلو برخو کې مرستې ته ژمن یو، او کوښښ کوو چې له افغان حکومت سره په همغږۍ ژر تر ژره میکانیزم جوړ او یادې پروژې پیل کړو.

اړوند موضوعات

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر قطر کې له افغان سفارت او هلته میشت افغان سوداګرو او مشرانو سره لیدلي.

 

ورپسې په قطر کې د افغانستان سفیر ښاغلي دکتور محمد نعیم وردګ د سفارت اړوند ځينې موضوعات مطرح کړل چې د آغلې لولوة له لورې ورسره د بشپړې همکارۍ ژمنه وشوه.

Leave a reply