د بهرنیو چارو سرپرست وزیر قطر کې له افغان سفارت او هلته میشت افغان سوداګرو او مشرانو سره لیدلي.

0
140

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر قطر کې له افغان سفارت او هلته میشت افغان سوداګرو او مشرانو سره لیدلي.

4 اګست جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزير مولوي امیر خان متقي او مل پلاوي په قطر کې د افغانستان سفارت او سیاسي دفتر کې له افغان سپین ږیرو او قومي مخورو سره وکتل.

 

سرپرست وزیر وویل: هغوی د هیواد په امنیتي، اقتصادي او تجارتي برخو کې له پرمختګونو څخه آګاه کړل، او و یې وهڅول چې خپلې ستونزې، مشورې او وړاندیزونه ورسره شریک کړي.

 

ورپسې د هیواد یو شمېر سوداګرو او قومي مشرانو د ښاغلي وزیر له راتګ او حال اخېستنې څخه د مننې ترڅنګ د اسلامي امارت د سفارت له خدماتو څخه خوښي وښوده او غوښتنه یې وکړه چې په قطر کې د پاسپورټو د چاپ او وېش لړۍ پراخه شي.

 

ښاغلي متقي ډاډ ورکړ چې اړونده ادارې ته یې سپارښتنه کړې چې په نژدې راتلونکې کې په قطر کې به د پاسپورټ د وېش پراخه او چټکه شي.

 

ګډونوالو د بهرنیو چارو له وزیر څخه د قطر هیواد د ویزو، دوحې ته د مستقیمو پروازونو د پیلولو او افغانانو ته د کارموندنې د زمینې مساعدولو غوښتنه وکړه چې د متقي صاحب له لورې ورسره په یادو چارو کې د ممکنو هڅو او همکاريو ژمنه وشوه.

اړوند موضوعات

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د قطر دولت بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي سره کتلي او پر روان وضعیت یې خبرې اترې کړي.

 

همدا راز متقي په قطر کې د اسلامي امارت په سیاسي دفترکي له مسئولینو او هیواد والو سره هم ناسته تر سره کړه.

Leave a reply