د ملي دفاع سرپرست وزیر د ختيځ زون د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو له مسؤلینو سره لیدلي.
د ملي دفاع سرپرست وزیر د ختيځ زون د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو له مسؤلینو سره لیدلي.
4 اګست جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد يعقوب «مجاهد» خلکو سره د ليدنو کتنو په دوام په ختيځ زون کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو اړوند د قطعاتو او جزوتامونو له يو شمير چارواکو او منسوبينو سره وليدل.
د ملي دفاع سرپرست وزير د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو کې د تشريفاتو قطعې د معاينې تر څنګ د دغه قول اردو له ښوونيز مرکز څخه لیدنه وکړه او د يادې قول اردو له قوماندان مولوي عبدالصبور “ابودجانه” او نورو چارواکو سره يو ځای د هېواد ختيځ زون د وضعيت ارزونه وکړه، د نظم د لا ښه والي او اصلاحاتو د رامنځته کېدو په موخه يې توصيه او لازمې لارښوونې وکړې.
اړوند موضوعات
د ملي دفاع سرپرست وزیر د ازبکستان هیواد له خاص استازي او مل پلاوي سره کتلي.
همدا راز د ملي دفاع سرپرست وزير په هېواد کې د امنیت د تامین په برخه کې د مجاهدینو له شپه او ورځ هلو ځلو قدرداني وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې خپلو مسوولیتونو ته په کلک هوډ سره جدي پاملرنه وکړي او د هېواد د بيت المال ساتنې او اسلامي نظام خدمت ته لومړيتوب ورکړي.