د ملي دفاع سرپرست وزیر د ازبکستان هیواد له خاص استازي او مل پلاوي سره کتلي.

0
257

د ملي دفاع سرپرست وزیر د ازبکستان هیواد له خاص استازي او مل پلاوي سره کتلي.

25 مارچ شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” تیره ورځ د ازبکستان هیواد په بهرنیو چارو کې د جمهور رئیس له ځانګړي استازي عبدالعزیز “کاملوف” د افغانستان د چارو استازي عصمت الله “رحیموف” او مل پلاوي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.

 

خبرپاڼه زیاتوي مولوي محمد یعقوب “مجاهد” نوموړي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، له دوی څخه یې مننه وکړه او د دواړو هیوادونو په سرحداتو، امنیت او دېته ورته موضوعاتو په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې.

اړوند موضوعات

معاون اداری ریاست الوزراء با هیأت ازبکستان با سرپرستی نماینده خاص رئیس جمهور آن کشور دیدار و گفتگو نمود.

 

 

همدا راز د ازبکستان هیواد ځانګړي استازي عبدالعزیز “کاملوف” هم ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به په امنیتي، اقتصادي او سیاسي برخه کې اړیکو ته نوره هم وده ورکوي.

Leave a reply