عراق د پاکستاني سیلانیانو لپاره د ویزې فیس لغوه کړ.
باغي ټي وي رپورټ
د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله په بغداد كښې د عراق له وزيراعظم محمد شيعه السوداني سره وليدل په كوم كښې چې د عراق د كورنيو چارو وزير عبدالامير الشمري هم ګډون وكړو۔
د سياسي مشرانو په غونډه کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پر زياتولو هوکړه وشوه.
د غونډې په ترڅ کې د پاکستاني پانګوالو لپاره د الکترونیکي ویزو د ورکولو پريکړه هم وشوه، په ورته وخت کې عراق هم د پاکستاني سيلانيانو لپاره د ويزې فيس ختمولو اعلان وکړ.
د دې نه علاوه د عراق وزیراعظم د عراق په جیلونو کښې د وړو جرمونو او د زیاتې مودې د پاتې کیدو په وجه د بندو پاکستانیانو د ژر تر ژره خلاصون امر کړی دی.