د احصایې اداره وایي: تر اوسه یې نیږدې ۱۰.۷ میلیونه وګړو ته بریښنایي تذکرې ویشلي.

د احصایې اداره وایي: تر اوسه یې نیږدې ۱۰.۷ میلیونه وګړو ته بریښنایي تذکرې ویشلي.
2 اګست چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي تر اوسه یې شاوخوا ۱۰.۷ میلیونه وګړو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي دي.
د احصايې او مالوماتو ملي ادارې چارواکو ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې وویل چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له پيل کېدو څخه تر اوسه پورې شاوخوا ۱۰.۷ میلیونه وګړو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
اړوند موضوعات
د احصایې ریاست: هره ورځ ۱۷ زره کسانو ته الیکترونیکي تذکیرې ویشو
وايي، یوازې تېر کال کې څه د پاسه دوه نيم ميليونه برېښنايي پېژندپاڼې ويشل شوي، چې له جملې څخه یې څه باندې يونيم ميليون نارينه وو او نږدې ۱ميليون ښځینه دي.






