د جمعیت علمای اسلام (ف) مرکزي مشر اکرم درانی وايي، زما د حالت په اړه عجیبې خبرې خپرې شوې، ما د عمران خان په روغتون (شوکت خانم) کې تر درملنې لاندې نیول لویه ګناه وګڼله.

باغي ټي وي رپورټ

اکرم دراني په خپل ویډیویي بیان کې ویلي، چې له اختر یوه ورځ مخکې مې په ملا کې درد شو، په اسلام اباد کې مې یو ډاکټر معاینات وکړل او ایکسرې مې وشو، ډاکټرانو راته د یوې میاشتې بشپړ استراحت مشوره ورکړه، چې له هغه وروسته زه په کور کې یم..

هغه وویل چې زما د روغتیا په اړه عجیبې خبرې خپرې شوې، ویل کیږي چې زه په دوبۍ کې یم خو په پېښور کې په خپل کور کې یم او روغ یم.

اکرم دراني وویل دا هم ویل شوي چې زه د عمران خان په روغتون (شوکت خانم روغتون) کې تر درملنې لاندې یم، د عمران خان په روغتون کې تر درملنې لاندې نیول لویه ګناه ګڼم، د هغه روغتون دی چې پیسې له کومه راځي، موږ پوهیږو.

ده ووئيل چې د تحريك انصاف د چيئرمېن خلك له ما سره رابطه كوي چې كومه لاره پيدا كړو، زه د خپلو پارټو ملګرو او ملګرو نه غوښتنه كوم چې د پي ټي آئي له خلكو سره بحث مه كوئ، دلته مړي دي، د پي ټي آئي كارمندان اوس د مړو په څېر دي، دا خلک هڅه کوي چې په یو ډول یا بل ډول ځان ژوندی ثابت کړي.

د جے یو آئی مشر وویل زه باور لرم چې الله تعالی به مونږ د دې ګمراهۍ ختمولو پورې ژوندي ساتي، د باجوړ سانحه لویه ده، زه د بستر استراحت له امله د زخمیانو لیده کاته نه شم کولی، لس ورځې وروسته به سیاسي فعالیتونه بیا پیل کړم.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载