د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې که نوې مردم شماري منظوره شوه نو نوې حلقه بندۍ به کول پکار دي۔

0
88

باغي ټي وي رپورټ

د جيو نيوز پروګرام عاج شاهزيب خانزاده سره د خبرو په مهال احسن اقبال ويلي دي چې ټولټاکنې له ۹۰ ورځو نه هم زياتې شي ځکه چې که په ۹۰ ورځو کې انتخابات کول وي نو د زړې مردم شمارۍ په بنياد کول پکار دي.

هغه وويل، چې د ټاکنو وروستۍ پرېکړه بايد د ټاکنو کمېسيون وکړي.

ټاکنې به د نوې سرشمیرنې لاندې ترسره شي: لومړی وزیر

بل لوري ته وزيراعظم ميا محمد شهباز شريف وئيلي دي چې دحکومت موده داگست په 12مه نيټه ختميږي، ټولټاکنې به د نوې مردم شمارۍ لاندې ترسره کيږي، په عوامي ميډيټ سمبال حکومت به 5 کاله حکومت کوي. د ټاکنو ځنډول هیڅ توجیه نه لري.

شخصي ټي وي سره په مرکه کې وزيراعظم وويل که مردم شماري شوې وي نو بايد په هغې باندې انتخابات وشي.

ده ووئيل د نگران نظام په اړه له نوازشريف سره مشوره بشپړه شوې، د اپوزېشن له مشر سره به مشوره وكړم، هغه به د پاكستان اقتصادي حالت مخ په وړاندې وړي، د اپوزيشن ليډر سره مشوره د آئين ضرورت دى، زه د اپوزیسیون مشر خوشبینه یم، څارونکي به په ګډه د سیٹ اپ پریکړه کوي، نواز شریف په ټاکنو کې د مسلم لیګ ن نوماند دی.

Leave a reply