د پيپلز پارټۍ مشر منظور وسان وايي چې داسې نه ښکاري چې عام انتخابات په خپل وخت ترسره شي

باغي ټي وي رپورټ
منظور وسان وايي چې داسې نه ښکاري چې عام انتخابات په خپل وخت ترسره شي نو امکان دی چې نگران سیٹ اپ به دوه کاله دوام وکړي.
ده په خپل يو بيان كښې وړاندوينه وكړه چې نگران وزيراعظم او وزيراعلي به سياسي نه وي۔
بل لوري ته وفاقي وزير او د مسلم ليګ ن مشر احسن اقبال وايي که په ۹۰ ورځو کې ټاکنې وشي نو پخوانۍ مردم شماري به وشي.
ياده دې وي چې د نګران وزيراعظم د ټاکلو لپاره د سلا مشورو وروستى پړاو به نن پيل شي. ائتلافي ګوندونه به په منظمه توګه له یو بل سره وړاندیز شوي نومونه تبادله کوي.
دسرچينو ترمخه دحکومتي ايتلاف لخوا د نگران وزيراعظم لپاره په ٥ؤ نومونو غور روان دى چې دائتلافي گوندونو لخوا تجويز کړل شوي نومونه مخې ته راغلى اؤ وزيراعظم به داپوزيشن ليډر سره ليدنه کوي.






