بلوچستان کې د مون سون بارانونو له امله د مړو شمېره روانه ده، په دغه صوبه کې د بارانونو له امله په پېښو کې د وژل شوو کسانو شمېر ۱۴ ته رسېدلی دی.
باغي ټي وي رپورټ
په بلوچستان کې د مون سون بارانونو له امله د اوښتو زيانونو په اړه د پي ډي ايم اے د څانګې رپورټ ترمخه په لورالائي کې د دوه ماشومانو د ډوبېدو وروستو په بلوچستان کې د مون سون بارانونو له امله د مړو شمېره ۱۴ ته رسېدلې ده.
د پي ډي ايم اے رپورټ ترمخه بارانونو له وجې لورالائي کښې 3، ژوب او نصير آباد کښې 2، 2، آواران، قلعه سيف الله، خضدار، ډيره بګټي، پشين، کيچ او جهل مګسي کښې يو يو تن مړ او 14 کسان ژوبل شوي هم دي۔ ولایت
په راپور کې ویل شوي، چې په دغه ولایت کې د بارانونو له امله ۳۳۲ کورونه په بشپړه توګه او ۳۳۴ په جزوي توګه ویجاړ شوي دي. د دې تر څنګ په دغه ولايت کې ۸ کيلومتره سړکونه پاخه شوي او ۳۲۰ سولر تختې ويجاړې شوې دي.