امريکا د باجوړ بريد په کلکه غندلی او په وژل شويو کسانو يې ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.

0
93

باغي ټي وي رپورټ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام ګوند په کارنر غونډه کې ځانمرګی برید غندلی او ویلي یې دي چې دا ډول بریدونه د ټولو سوله ییزو او جمهوري ټولنو سپکاوی دی.

هغه د ترهګرو ډلو د ګډ ګواښ سره د مقابلې لپاره له پاکستان سره د کار کولو ژمنه بیا تکرار کړه.

د يوې پوښتنې په ځواب کې دامريکا دبهرنيو چارو دوزارت وياند وويل پاکستان سره به ددوه اړخيزه تجارت اؤ سرمايه کارۍ دټينگښت لپاره اړيکې جاري ساتي.

د دې تر څنګ متیس میلر ویلي چې موږ طالبانو ته دا واضح کړې چې افغانستان باید د ترهګرو د اډې په توګه ونه کارول شي.

ياده دي وي چي دخيبرپښتونخوا په سرښار باجوړ کښي تازه ترهه ګريزه پيښه رامخي ته شوي چرته چي د جے يو آئي ف په کارنر غونډه کښي ځانمرگي چاودنه شوي ده چي پکښي 54 کسان شهيدان او 80 نه زيات ژوبل شوي دي۔

په دې اړه ايډيشنل آئي جي سي سي ټي ډي شوکت عباس وئيلي دي چې د جے يو آئي غونډه ماسپښين دوه بجې پيل شوې وه او چاودنه د مازيګر څلور بجې اوشوه۔

هغه زياته کړه، چې د پېښې له ځايه د بال بيرنګ او داسې نور توکي هم ترلاسه شوي، چې چاودنه ځانمرګى و او بريدکوونکې ډله پېژندل شوې ده، چې په چاودنه کې يو مشخص هدف و.

Leave a reply