پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت د ننګرهار اچین ولسوالۍ ۲۱۵ بېوزله کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

0
236

پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت د ننګرهار اچین ولسوالۍ ۲۱۵ بېوزله کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

1 اګست سه شنبه 2023

د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست مسؤلینو ویلي چې د دوی په همکارۍ د اچین ولسوالۍ ۲۱۵ بیوزله او غریبو کورنیو سره ۳ ميلیونه او لس زره افغانیو نغدي مرسته تر سره شوه.

خبر زیاتوي، په یاده نغدي مرسته کې چې د “ژغورنې نړیوالې کمېټې” له لوري تر سره شوه، په کې هرې کورنۍ ته ۱۴ زره افغانيو مرسته وویشل شوه.

 

همدا ډول بیوزله کورنیو د پېښو سره د مبارزې ریاست او اړونده مرسته کوونکې کمېټې دغه هڅې وستاېلې او دوی یې مننه وکړه، چې غریبو او ناچاره کورنیو لاسنیوی کوي.

اړوند موضوعات

پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر کابل کې د ترکیې له سفیر سره کتلي او پر مرستو یې خبرې اترې کړي.

 

ورته مهال یاد ریاست رییس مولوي سیف الله خالد نن په خپل کاري دفتر کې د سرپنا او غير خوراکي موادو د کلستر مشر، اکتېډ مؤسسې او پچيراګام ولسوالۍ د قومې مخورو سره په بېلا بيلو موضوعاتو د حل او فصل په موخه ناستې تر سره کړې.

Leave a reply