ملي پراختیا شرکت وایي: په تېر ۱۴۴۴هـ ق کال کې یې ۸۹ پروژو چارې بشپړې کړې دي او پر زیاتو کار روان دی.

0
89

ملي پراختیا شرکت وایي: په تېر ۱۴۴۴هـ ق کال کې یې ۸۹ پروژو چارې بشپړې کړې دي او پر زیاتو کار روان دی.

1 اګست سه شنبه 2023

 

د ملي پراختیا شرکت مسوولینو، نن سه شنبه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د ۱۴۴۴ کال د کړنو او فعالیتونو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

 

د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال، مولوي عبدالولي عادل وویل: ملي پراختیا شرکت په تېر ۱۴۴۴هـ ق کال کې په بېلا بېلو برخو کې د ۸۹ پروژو د تطبیق چارې بشپړې کړې دي او خپلو مالکینو ته یې سپارلې دي.

 

نوموړي زیاته کړه، د قوش تېپې د ستر او ملي کانال د لومړي فاز چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوي دي، چې د کانال د کیندلو تر څنګ په سربند او د مزار شریف – حیرتان سړک پر سر پل او د مزار شریف – حیرتان ترمنځ د رېل پټلۍ پل باندې په هغه سیمه کې، چې د قوش تېپې کانال تېرېږي په خورا چټکۍ کار روان دی.

 

د ملي پراختیا شرکت د تولید او سوداګرۍ چارو د انسجام مرستیال، ریاض الدین شریفي وویل: ملي پراختیا شرکت په تېر ۱۴۴۴هـ ق کال کې د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ ډبرو سکارو کاني حوزې د استخراج لپاره د لومړنیو ودانیزو چارو پیل کول، په میدان وردګو ولایت کې د بلخاب کاني حوزې د ډبرو سکارو د پروسس او بسته بندۍ د مارکېټ جوړولو د چارو پیل کول، د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د غاصبینو له منګولو د ملي پراختیا شرکت اړوند د شاوخوا ۲۶۷ جریبه ځمکو او ۱۶۱ بابه دکانونو خلاصون، د غوري او جبل السراج سمنټو فابریکو د سمنټو د تولید او کیفیت لوړولو ترڅنګ د دې فابریکو شاخوا ځمکو باندې د بڼونو جوړل د تېر کال له مهم لاسته راوړنو څخه دي.

 

نوموړي زیاته کړه، ملي پراختیا شرکت په پام کې لري، چې له اړوندو ارګانونو سره په ګډه په ۱۴۴۵هـ ق کال کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ۲۱ پروژې پرمخ یوسي، چې په دې پروژو کې یو شمېر داسې پروژې دي، چې تېر کال یې چارې پيل شوې وې او لا هم روانې دي او یو شمېر به یې نوې پيل شي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ملي پراختیا شرکت فعالیتونو څخه له نیږدې لیدنه ترسره کړی.

د یادولو وړ دی، چې ملي پراختیا شرکت له تأسیس څخه تر دې دمه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د بندونو، کانالونو، تولید، کرنې، کانونو او ودانیزو برخو کې په سلګونو کوچنۍ او سترې پروژې تر لاس لاندې نیولي دي، چې یو شمېر یې بشپړې شوي او یو شمېر یې تر کار لاندې دي.

Leave a reply