د پي پي 112 نه د پاکستان تحريک انصاف ټکټ هولډر بلال اشرف بسرا د پارټئ پريښودو اعلان کړے دے۔

0
106

باغي ټي وي رپورټ

بلال اشرف پر ټولنیزو رسنیو د یوه ویډیویي بیان له لارې له ګوند او سیاست څخه د جلا کېدو اعلان وکړ.

په بیان کې بلال اشرف بسرا د پاکستان تحریک انصاف ګوند او سیاست څخه د وتلو اعلان کړی دی.

بلال اشرف بصره وايي، د مې د نهمې نېټې پېښې غندي.

د می 9 غمیزه

د مې په ۹مه د قامي احتساب بيورو (نیب) د القادر ټرسټ په مقدمه کې د پي ټي ائي چئیرمین عمران خان د اسلام آباد هائي کورټ د احاطې نه نیولی ؤ، چې وروستو د تحریک انصاف کارکنانو په پوځي تاسیساتو او حکومتي املاکونو بریدونه کړي وو. لاهور او پېښور کې د راډيو پاکستان ودانۍ هم سوځول شوې.

په ملک کې د مئ د نهمې نيټې د ظلمونو وروستو قانون نافذونکو ادارو سخت گامونه اخستي او گڼ شمير بدمعاشان يې نيولي دي په داسې حال کې چې د تحريک انصاف مهم مشران د 3MPO لاندې نيول شوي دي .

د پي ټي ائي په ضد د کريک ډاؤن نه وروستو د پارټۍ يو شمير مشرانو د استعفي غوښتنه کړې ده چې پکښې فواد چوهدري، شيرين مزاري، عامر کياني، علي زيدي، عمران اسماعيل، پرويز خټک، محمود خان، فردوس عاشق اعوان، فياض چوهان، ملايکه بخاري، ملېکه بخاري او نور شامل دي. افتاب صديقي او محمود مولوي هم پکې شامل دي په داسې حال کې چې د پارټۍ جنرل سيکرټري اسد عمر هم له ټولو چوکيو استعفي ورکړې ده.

له تحریک انصاف څخه د جلا شویو مشرانو شمېر له سلو اوښتی دی.

Leave a reply