بارکھان کښې د کوچ او ګاډي ترمينځه ټکر کښې شپږ کسان مړه شوي دي۔

باغي ټي وي رپورټ
د ریسکیو ذرائعو ترمخه پیښه د بارخان په رکني سیمه کښي رامخی ته شوی ده چرته چی یو کوچ او ګاډی سره ټکر شوی دی چی پکښي شپږ کسان په موقع مړه شوی دی.
د ژغورني سرچينو له مخې په پېښه کې لس کسان ټپيان شوي چې د سمدستي طبي مرستو لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ژغورونکو سرچینو په وینا، د ډېرو ټپیانو حالت نازک دی چې له امله یې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو وېره شته.






