د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۳۱مه نېټه د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د پيل د لسمې کاليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام ولېږه.

0
199

باغي ټي وي رپورټ

تيره ورځ د اسلام آباد په کنونشن سنټر کښې د چين پاکستان اقتصادي دهليز (CPEC) د لس کاله پوره کېدو په مناسبت يوه دستوره ترسره شوه.

په دستوره كښې وزيراعظم شهباز شريف او د چين نائب وزيراعظم هي ليفينګ ګډون وكړو۔ غونډې ته په وينا کې شهباز شريف وويل چې په پاکستان کې د سي پېک ترمخه د ٢٥ اربه ډالرو نه زياته سرمايه کاري شوې، اوس د سي پېک دويم پړاؤ پيل کيږي.

وروستو د پاکستان او چين ترمينځ د مفاهمتي په بيلابيلو ياداشتونو لاسليکونه شوي چې پکې وفاقي وزيرانو بلاول بهټو زرداري، احسن اقبال، نويد قمر، مريم اورنګزيب، احسن اقبال او سعد رفيق هم موجود وو.

د بله پلوه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د پيل د لسمې کاليزې په مناسبت جوړو شويو مراسمو ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

د چين اولس مشر په خپل پېغام كښې ووئيل چې په كال 2013 كښې د سي پېك له پرانستلو راهسې دواړه هېوادونه د ګډې جوړونې او شريكۍ د اصولو له مخې د سي پېك پروژې پرمخ وړي۔ د دې پروژو په برکت د پاکستان اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ته نوی قوت رسیدلی دی.

هغه وويل، د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د چين او پاکستان ترمنځ د څلورو موسمونو د دوستۍ يو ژوندی ثبوت دی، دغه دهلېز په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نږدېوالي او د چين او پاکستان ترمنځ د نږدې ټولنې په رامنځته کولو کې هم مهم ملاتړ کړی دی. .

رئيس شي جين پينګ وويل، په نړيوال حالت کې هر څومره بدلونونه راشي، چين به تل د پاکستان تر څنګ ولاړ وي. موږ به د لا ژورې همکارۍ له لارې د چين او پاکستان تر منځ هراړخيزې ستراتيژيکې ملګرتيا نوي لوړو پوړيو ته ورسوو.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان او چين ترمنځ د ML-1 د اورګاډي پروژې په ګډون شپږ تفاهم ليکونه لاسليک شول.

Leave a reply