په سویډن کې دوو تنو یو ځل بیا د قرآن کریم نسخې ته اور ورته کړی

0
234

په سویډن کې دوو تنو یو ځل بیا د قرآن کریم نسخې ته اور ورته کړی

سعودي عربستان او عراق په سویډن او ډنمارک کې د مظاهرو د مخنیوي لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې غوښتنه کړې او ټاکل شوې چې د اسلامي همکاریو سازمان نن د دغو دوو هیوادونو په غوښتنه د سعودي عربستان په جده ښار کې غونډه وکړي.

د همدې مسئلې په ځواب کې اسلامي امارت په افغانستان کې د سویډن اړوند ټول فعالیتونه بند کړل.

 

(2023 / 7 / 31    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د راپورونو له مخې دوه سویډني اتباعو یو ځل بیا د دغه هېواد په پلازمېنه ستاکهولم ښار کې د قرآن کریم نسخې ته اور ورته کړی دی.

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې دغو دوو سویډني کسانو د دوشنبې په ورځ د جولای په ۳۱مه د دغه هېواد د پارلمان د ودانۍ مخې ته د پولیسو په اجازې دغه کار وکړ.

مظاهره چیانو سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، چې دوی غواړي په سویډن کې د مسلمانانو پر سپېڅلي کتاب بندیز ولګول شي. دا په داسې حال کې ده چې په سویډن کې د قرآن کريم بې حرمتي د اسلامي هېوادونو غوسه راپارولې او د سويډن او يو شمېر اسلامي هېوادونو ترمنځ يې ډيپلوماتيکې اړيکې ترينګلې کړې دي.

سعودي عربستان او عراق په سویډن او ډنمارک کې د مظاهرو د مخنیوي لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې غوښتنه کړې او ټاکل شوې چې د اسلامي همکاریو سازمان نن د دغو دوو هیوادونو په غوښتنه د سعودي عربستان په جده ښار کې غونډه وکړي.

اړوند موضوعات:

د قرآن کریم د پرله پسې سپکاوي په اړه سویډن ته د اسلامي هیوادونو په ګډ او متحد ځواب د ایران ټینګار

د همدې مسئلې په ځواب کې اسلامي امارت په افغانستان کې د سویډن اړوند ټول فعالیتونه بند کړل.

Leave a reply