د خیبر پښتونخوا په باجوړ ضلع کې د جمعیت علمای اسلام (JUI) د غونډې پر مهال د ځانمرګي برید ویډیو خپره شوې ده.
باغي ټي وي رپورټ
تيره ورځ باجوړ کښي د جے يو آئي جلسي دوران خودکش حمله کښي 54 کسان شهيدان او 83 ژوبل شوي وو چي د 15 زخميانو حالت نازک دی او مختلفو هسپتالونو کښي علاج لاندي دي۔
په دي اړه د ايډيشنل آئي جي سي ډي شوکت عباس وينا ده چي چاودنه کښي د لس نه تر دولس کلو پوري بارودي مواد استعمال شوي دي، د پيښي په ځايه ډير ثبوتونه ترلاسه شوي دي، ابتدائي تحقيقات ئي ملزمانو ته تقريباً رسيدلي دي، د فارنزک رپورټ انتظار دي۔
اوس د پرونۍ ځانمرګي برید ویډیو هم مخې ته راغلې، چې په غونډه کې د موجودو کسانو له خوا په خپلو موبايلونو جوړه شوې وه.
په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې چاودنه هغه مهال وشوه چې د JUI مشر په سټیج کې وینا کوله او د خلکو د هڅولو لپاره یې شعارونه ورکول.