د پاکستان او چین ترمنځ د بېلا بېلو تفاهم لیکونو د لاسلیک مراسم په اسلام اباد کې ترسره شول.

0
106

باغي ټي وي رپورټ

د چين د صدر شي جن پنګ خاص استازې او د چين د ولسي جمهوريت مرستيال وزيراعظم هي لينګ د سي پېک د لسمې کاليزې په جشن کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللي او نن يې په وزيراعظم هاؤس کې د وزيراعظم شهباز شريف سره هم ليدلي دي.

د چين مرستيال وزيراعظم هي ليفنګ وزيراعظم هاؤس ته رسېدلی او وزيراعظم شهباز شريف او خارجه وزير بلاول بهټو زرداري يې هرکلے وکړو.

وروستو د پاکستان او چين ترمينځ د مفاهمتي په بيلابيلو ياداشتونو لاسليکونه شوي چې پکې وفاقي وزيرانو بلاول بهټو زرداري، احسن اقبال، نويد قمر، مريم اورنګزيب، احسن اقبال او سعد رفيق هم موجود وو.

د معاهدې د لاس لیک په موقع وزیراعظم شهباز شریف اوویل چې ایم ایل ون او کراچۍ سرکلر رېلوې ډېرې مهمې پروژې دي او زه باور لرم چې پاکستان او چین به په ګډه د دې پروژو بشپړولو لپاره کار کوي او مونږ به نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوو چې پاکستان په خپلو پښو ودروي. خپل پښې په سخت کار سره.

Leave a reply