بهاولپور اسلامیه پوهنتون کې د ویډیو سکینډل ذمه وار څوک دی؟ وفاقي وزير طارق بشير چيمه د رسمي انکوائري په اړه تحفظات څرګند کړل۔

0
277

باغي ټي وي رپورټ

طارق بشير چيمه هم سياسي مخالفين په بدنامولو تورن کړل او د پلټنو لپاره يې د سترې محکمې د قاضيانو په ګډون د يوه کميسون د جوړولو غوښتنه وکړه.

طارق بشير چيمه وويل زه تيار يم چې د خپل زوي سره په هره پلټنيزه کميټۍ کې شامل شي، که زما په زوي کې کومه نيمګړتيا ثابته شوه نو زه به يې پخپله له کوره بهر کړم.

بل لوري ته دپنجاب نگران وزيراعلي محسن نقوي وئيلي دي چې د يونيورسټۍ اسکينډل پلټنه بشپړه شوې ده، ذمه دارانو ته به سخته سزا ورکړل شي، که عدالتي انکوائري پکار ده نو هغوي به هم کوي.

د اسلاميه پوهنتون بهاولپور سکیم څه دی؟

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو ورځو کې په اسلاميه پوهنتون بهاولپور کې د نشه يي توکو په ګډون د ناقانونه کړنو او ممنوعيت مسله راپورته شوې وه.

پوليسو څو ورځې وړاندې د يونيورسټۍ چيف سيکورټي افسر اعجاز شاه نيولى و، په داسې حال کې چې تېره مياشت د فنانس ډائريکټر محمد ابوبکر نيول شوى و.

د افسرانو د موبائيل فونونو فرانزک مکملولو وروستو د موبائل فونونو د ويډيوګانو، چيټس او عکسونو په اړه جامع رپورټ د پنجاب وزيراعلې ته استولې شوې دې په دې موقع وائيس چانسلر آئي جي پنجاب ته خط ليکلې او اعلان کړې دې۔ دوسیې دروغ دي.

بل اړخ ته د يونيورسټئ وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر اطهر محبوب آئي جي پنجاب پوليس ته يو خط ليکلي دي چي پکښې د افسرانو خلاف مقدمه غلطه بللې شوې ده۔

وائس چانسلر ووئيل چې د دې معاملې د شفافې پلټنې لپاره دې د لوړ پوړو افسرانو په ګډون يوه تحقيقاتي كمېټۍ جوړه كړې شي كوم كسان چې د پوهنتون د پرمختګ نه وېره لري د پوهنتون د بدنامولو هڅې كوي۔

ډاکټر اطهر محبوب آئي جي پنجاب ته په خط کښي وئيلي دي چي يونيورسټي کښي هيڅ غيرقانوني فعاليت نشته۔

Leave a reply