د باجوړ په ځانمرگي بريد کې درې نور ژوبل شوي هم دي چې ورسره د مړو شمېره ۴۶ ته رسېدلې ده.

باغي ټي وي رپورټ

د ولسوالۍ د روغتيا مسوول په چاودنه کې د درېيو نورو ټپيانو د وژل کېدو پخلى وکړ او ويې ويل، چې د چاودنې له ٩٠ زيات ټپيان په بېلابېلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي، چې ٣٨ مړي يې خپلوانو له پېژندلو وروسته لېږدولي او د ٨ جسدونه روغتون ته لېږدول شوي دي. لکه څنګه چې دوی د پیژندلو وړ ندي، ما ساتلي دي

د ليډي ريډنګ هسپتال وياند ترمخه د باجوړ په چاودنه کښې ١٦ ژوبل شوي کسان په ليډي ريډنګ هسپتال کښې تر علاج لاندې دي چې د زياترو حالت د ډاډ وړ دے او يو زخمي په آئي سي يو کښې دی.

بل خوا د ضلعې پوليس افسر نذير خان وايي چې د باجوړ له چاودنې وروسته يې درې شکمن کسان نيولي دي.

د IGKP خبرې

جيو نيوز سره خبرو کې د خيبرپښتونخوا آئي جي اختر حيات خان وويل د ورکرز کنونشن په موقع د ځانمرګي بريد له ځايه ثبوتونه راټول کړي شوي دي کوم چې د ډي اين اے لپاره ليږل شوي دي، د پېښې د ځايې جيو فينسنګ هم شوی دی.

آئي جي خيبرپښتونخوا وويل دبم ډسپوزل يونټ دچاودنې له ځايه نمونې ترلاسه کړي دي، دچاودنې له ځايه اؤ شاوخوا سيمو څخه يې سي سي ټي وي فوټيج ترلاسه کړي دي چې په اړه يې پلټنې روانې دي.

هغه زياته کړه، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ټيم د پېښې په ځاى کې په پلټنو بوخت دى، په پېښه کې د لاس لرلو او ځانمرګي بريدګر په پېژندلو بوخت دى او هيله ده، چې ډېر ژر به په څېړنو کې پرمختګ وشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载