د سندهـ پوليسو د ډاکوانو په ضد د عملياتو دپاره د حتمي پلان جوړولو فيصله کړې ده

0
82

باغي ټي وي رپورټ

د آئي جي سندھ په مشري کښي يو اعليٰ سطحي کميټي جوړه کړے شوي ده او باضابطه نوټيفيکيشن هم جاري کړے شوے دے۔د 14 کسيزه کميټي به په کُچه کښي د عملياتو لپاره جامع پلان تياروي۔

د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه په مشرۍ جوړه شوې کمېټۍ کې د اېډيشنل آئي جي سپېشل برانچ، ډي آئي جي آر ايف لاڑکانہ او سکهر، ايس ايس پي کشمور او گھوټکي نه علاوه د حساسو ادارو، رينجرز او پوځ استازي هم شامل دي.

بيان کې وئيل شوي چې کميټۍ به په کشمور، گھوټکي، شکارپور، سکهر کې دتندلارو دپټنځايونو تفصيلات راټولوي، دډکو پټنځايونو ختمولو او دپوليسو بيس کيمپ جوړولو لپاره به منصوبه بندي کوي.

نوټيفيکيشن کښي وئيلي شوي دي چي د سنده په کچه سيمه کښي به دايمي امن لپاره منصوبه وړاندي کوي، کميټي به شپږ ورځو کښي د سنده وزيراعلي ته رپورټ وړاندي کوي۔

ياده دې وي چې د سندهـ او پنجاب په سرحدي سيمو کې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې د وسله والو پر ضد عمليات روان دي چې په ترڅ کې يې سيمه د وسله والو له منګولو نه ده پاکه شوې.

Leave a reply