له دفاع وزیر خواجه اصف وروسته د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشر او د اوبو د سرچینو وفاقي وزیر خورشید شاه هم د نگران وزیراعظم لپاره د ۵ نومونو د شارټ لېسټ کولو تصدیق کړی دی.

باغي ټي وي رپورټ
دوه ورځې وړاندې ددفاع وزير خواجه اصف په يو بيان کې وئيلي وؤ چې دنگران وزيراعظم دپاره پينځه نومونه شارټ ليسټ کړي شوي دي اؤ دنگران وزيراعظم په اړه به په يوه اوونۍ کې دټولو متحدينو سره صلاح مشورې کوي.
اوس د اوبو د وسائلو وفاقي وزير خورشيد شاه د خواجه آصف د بيان پخلی کړی دی او وئيلي ئې دي چي د نگران وزيراعظم لپاره پنځه نومونه شارټ لسټ شوي دي۔
خورشيد شاه د چا نوم اخيستو پرته وويل چې د نگران وزيراعظم لپاره په شارټ لسټ شوي نومونه کې سياستوال او بيوروکريټ دواړه شامل دي خو د کوم سياسي گوند چارواکي د نگران وزيراعظم نه شي جوړيدلى.
دوي اوويل چي دوي ته معلومه نه ده چي اسحاق ډار نوم د نگران وزيراعظم په توګه چا ورکړے دے، اسمبلي به په نهم اګست منحل کيږي، پي ډي ايم به حتمي فيصله کوي چي څوک به نگران وزيراعظم وي۔
بل لوري ته وزيراعظم شهباز شريف په يوه مرکه کې وئيلي دي چې ددوي دحکومت موده داگست په 12مه نيټه شپه 12 بجې ختميږي.






