د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري به نن په دوبۍ کې د مادام تساؤ میوزیم کې د خپلې مور او د پاکستان د لومړۍ میرمنې بې نظیر بوټو د موم مجسمې په پرانستلو کې ګډون وکړي.

0
153

باغي ټي وي رپورټ

د بې نظیر بوټو قامي مجسمه به د پاکستان د یو شخصیت لومړۍ مجسمه وي چې د مادام تساؤ میوزیم کې به ایښودل کیږي چې د جولای په 30 به پرانستل شي.

بې نظیر بوټو چې دوه ځله د پاکستان لومړۍ وزیره وه، د پاکستان د پیپلز ګوند مشره وه، بې نظیر د ۲۰۰۷ کال د دسمبر په ۲۷ مه په راولپنډۍ کې د کمپاین پر مهال د ۵۴ کلونو په عمر په شهادت ورسېده.

د پاکستان د خارجه دفتر لخوا جاري شوي يو بيان له مخې د خارجه چارو وزير بلاول بهټو زرداري په يو ورځني سرکاري دوره متحده عرب اماراتو ته رسيدلې چرته چې د پاکستان سفير فيصل نياز ترمذي او نورو سفارتي چارواکو د هغه هرکلے وکړو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو به د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهان سره ملاقات کوي.په دغه ملاقات کې به د پاکستان او اماراتو د تعلقاتو په ټولو اړخونو خبرې اترې کیږي.

Leave a reply