د پاکستان اليکشن کميشن د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان خلاف د توهين عدالت د مقدمې اورېدنې لپاره د جولای په ۲۵مه نېټه ليکلي حکم جاري کړی دی.

0
181

باغي ټي وي رپورټ

د فيصلې له مخې د پي ټي آئي چيئرمېن به د اګست په 2مه نيټه تور لګولې شي نو هغه به په راتلونکې سماعت کښې حاضر شي۔

د ټاکنو کمېسيون په پرېکړه کې ويل شوي، چې وکيل ترې غوښتنه کړې وه، چې د دوسيې ريکارډ نه لري، وکيل يې د ريکارډ ترلاسه کولو او دوسيه چمتو کولو غوښتنه کړې، دغه غوښتنه ومنل شوه، وکيل د قانون له څانګې څخه اسناد ترلاسه کړل.

د اليکشن کميشن د فيصلې له مخې د پي ټي آئي چيئرمېن د اليکشن کميشن مخې ته حاضر شو د هغه د ګرفتارۍ وارنټ معطل کړے شوے دے۔

ياده دې وي چې د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د عمران خان د ضمانت نه قبلولو وارنټ جاري کړی او د هغه د نيولو او پېدا کولو امر يې کړی دی.

خو د پي ټي آئي چيئرمېن د جولائي په ۲۵ مه د الېکشن کمېشن مخې ته حاضر شو.

Leave a reply