د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالتونو تفصيلي فيصله جاري کړې ده چې پکښې د پي ټي آئي مشر شهباز ګل د پوځ خلاف بغاوت ته د خلقو د هڅولو په مقدمه کښې ملګرے ګرځولې شوې دې۔

0
206

باغي ټي وي رپورټ

د ايډيشنل سيشن جج طاهر عباس سپرا په دوه صفحه تفصيلي فيصله جاري کړې چې پکښې وئيلي شوي دي چې شهباز ګل د پخوا په شان يو ځل بيا عدالت نه غير حاضر پاتې شو نو د وارنټ منسوخولو او په ويډيو لنک حاضري ئي درخواست کړے دے۔

د محکمې د پرېکړې له مخې، شهباز ګل سخت ناروغ دی، محکمې ته نه شي راتلای، محکمې ته له حاضرېدو پرته د اعلاميې پروسه نه شي ختمېدای، شهباز ګل په ټاکلي وخت بهر ته د تګ د سترې محکمې له حکم سرغړونه کړې ده.

تفصيلي فيصلې کښې دا هم وئيلي شوي چې پوليس د شهباز ګل خلاف د کارروائي په اړه رپورټ جمع کړې دې ولې د پوليس مطابق د شهباز ګل په کور کښې د ګرفتارۍ کوشش شوې دې۔

عدالت وئيلي چې شهبازګل په قصدي توګه دخپلې ګرفتارۍ څخه تيښته کوي ،عدالت هغه ته اشتهاري اعلان کړى اؤ دهغه دگرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټ هم جاري کړل شوي دي، د نادرا رپورټ له مخې د شهبازګل شناختي کارډ هم بلاک کړى شوى دى.

په پرېکړه کې عدالت امر کړی چې د فیصل اباد او اسلام اباد ډپټي کمشنر دې د جولای تر ۳۱مې د شهبازګل د جایداد په اړه رپورټ وړاندې کړي.

Leave a reply