خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د ملګرو ملتونو له سيكرټري جنرل انتونيو ګوتريس سره ټيلي فوني رابطه كړې چې په مهال ئې د قرآن كريم د بې حرمتي په پېښو او نورو چارو خبرې كړې دي
د خارجه دفتر وياند له مخې بلاول بهټو زرداري د اسلام فوبيا په ضد د ملګرو ملتونو لخوا د اجتماعي اقدام په ضرورت زور راوړو۔
د وياند په وينا، د بهرنيو چارو وزير او د ملګرو ملتونو سرمنشي له سېلابونو وروسته د بيارغونې پر وضعيت هم خبرې وکړې.
د خارجه دفتر د وياند له مخې د خارجه چارو وزير له انتونيو ګوتريس سره په پرمختيائي هېوادونو كښې د خوراکي تحفظ په اړه هم خبرې وكړې او په تور سمندر كښې د خوړو نوښت په اړه هم خبرې وكړې۔
د بهرنیو چارو وزیر له OIC سره اړیکه ونیوله
تيره ورځ خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د قرآن پاک د توهين په مسله د او آئي سي جنرل سيکرټري سره رابطه کړي ده۔
د خارجه دفتر وياند له مخې د خارجه چارو وزير بلاول بهټو زرداري نن د او آئي سي جنرل سيكرټري حسين ابراهيم طحه سره ټيلي فوني رابطه وكړه كومه چې په اروپائي هېوادونو كښې د قرآن كريم د بې حرمتۍ د پرله پسې پېښو په تناظر كښې شوې۔