پو جوماتونو کښې چاودنو کښې د اسلام دښمنان، د هېواد دښمنان او د سولې دښمنان لاس لري. د دینې عالمانو وینا

باغی ټی وی رپورټ
د جمرود په علی مسجد سیمہ کښې د الله تعالی په کور کښې د چاودنې او په دغه کښې د قرآن کریم د سپیڅلی کتاب د سوځولو او د قرآن کریم د سپکاوی په سختو ټکو کښې غندنه کوو او په دغه پېښه کښې د قیمتی ځانی زیانونو له امله د خواشینۍ څرګندونه کوو او د دغې پېښې د تحقیقاتو غوښتنه هم کوو.د تفصيلاتو ترمخه په جمرود پريس کلب کښې د خيبر ضلعې شوري علما اهل حديث شيخ محمد سراج په مشرۍ کښې يو خبري کانفرنس اوشو چې پکښې د جمعيت اهل حديث مرکزي ترجمان نصرالله سلفي، جنرل سيکرټري جے يو آئي خيبر سيد کبير آفريدي، د جماعت اسلامي جمرود جنرل سيکرټري ډاکټر محمد اشرف هم ګډون اوکړو۔ منهاج الدین د جمرود علي مسحد په جومات کې چاودنه په کلکه وغندله.
د غونډې ګډونوالو وويل، چې په جوماتونو کې چاودنې د هېڅ مسلمان کار نه دی، دوی وويل، چې په دې ډول کړنو کې د اسلام دښمنان، د هېواد دښمنان او د سولې دښمنان لاس لري، د غونډې ګډونوالو وويل، چې د دولت او ټولو دولتي بنسټونو دنده ده، چې د دا ډول پېښو مخنيوی وکړي او په ځانګړې توګه د جوماتونو د ساتنې لپاره ګامونه واخلي.






