د کراچۍ په ډيفنس سيمه کې د سندهـ اسمبلۍ د غړي اسلم ابڑو ورور او وراره په ګاډي ډزې شوي دي.

0
156

باغی ټی وی رپورټ

د پوليسو ترمخه موټر سائيکل سورو وسله والو په ډيفنس کې د ويګو په گاډي ډزې کړي چې پکې د سندهـ اسمبلۍ د غړي اسلم ابڑو د ورور او وراره پشمول درې کسان سخت ژوبل شوي چې دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي. چيرته چي دوه زخميان مړه شوي دي۔

دپوليسو ترمخه په وژل شوؤ کې دقومي اسلم ابرو ورور اکرم ابڑو اؤ دهغه زوى شامل دي.

د پوليس وينا ده چي د ډزو له وجي د ګاډي وينډ شيلډ مات شو او دوه درجن نه زيات مرميو په اړخونو لګيدلي ولي د ډزو پيښه کښي الهي بخش ابڑو محفوظ پاتي شو۔

د ايس ايس پي تحقيقاتو ترمخه په ګاډي کښې موجود کسان د ډيفنس خيابان شمشير نه ډيفنس فيز 7 ته روان وو کله چې په موټر سائيکل سوارو ملزمانو محاصره کړے او ډزي اوکړي.

پولیس وايي، په پېښه کې ۲ میله ډوله وسلې کارول شوي، د پېښې په ځای کې ۹ میله تفنګچې او د مهماتو لوی مرمۍ هم ترلاسه شوي دي.

Leave a reply