د بلوچستان په شمال ختیځ او مرکزي او جنوبي برخو کې پرله پسې بارانونه روان دي، چې له امله یې د سیلابونو وضعیت رامنځ ته شوی دی.

0
176

باغی ټی وی رپورټ

د بلوچستان په بيلا بيلو سيمو نصيرآباد، جهل مګسي، کاچي او ډيره بګټي کې د تېرو څلورو ورځو راهسې په وقفه يي ډول د سپکو او درنو بارانونو لړۍ روانه ده، د ګندهوا ښار د تېرو شپږو ورځو راهسې د بجلۍ نه محرومه دی.

په خاران کښي د سيلاب اوبه ښار او مضافاتو ته داخل شوي دي، په مختلفو سيمو کښي د سيلابي اوبو له وجي څه دپاسه زر کورونه زيانمن شوي دي او ضلعي کښي بيړنی حالت نافذ کړے شوي دي۔

د خلکو خوندي ځایونو ته د لېږدولو کار هم روان دی، په ضلع کې د سیلاب ځپلو لپاره امدادي کمپونه جوړ شوي، لیویز او نورې ادارې په امدادي کارونو بوخت دي.

په پنجاب کې د ښاري سیلابونو وېره

بل لوري ته نن د پنجاب په مختلفو ضلعو کې د باران ورېدو وړاندوينه شوې چې له وجې په ښاري سيلابونو وېره څرګنده شوې ده.

دډيره غازي خان په ډنډونو کې دسيلاونو راوتلو امکان دى، دسيند په سيند کې تربيلا او کالاباغ کې د ټيټې درجې، چشمه او تونسه کې د منځنۍ کچې سيلاب دى. د دې تر څنګ په عارف والا کې د ستلج سیند په غاړه څو واړه بندونه هم ویجاړ شوي دي.

د سلیمان په غره باران

بل خوا په راجن پور کې د جبل سلیمان په غره کې د بارانونو له امله د بارانونو په ناحیو کې سیلاب راغلی دی چې له امله یې په ټوله ضلع کې سیلابي حالت نافذ شوی دی.

Leave a reply